سخيداد، ۸۵ کلن افغان چې له دولس کلنۍ وروسته يې سترګې په بشپړ ډول ړندې شوې دي، دا مهال د کابل ښار په یوه کوچنۍ غرفه کې د بېلابېلو توکو په پلورلو خپله روزي ګټي.
هغه په خپله غرفه کې دستکشې، صابون، قلفونه او نور ورځني توکي پلوري. سخيداد وايي چې په کوچنیوالي کې يې بینايي ورو ورو کمه شوه او تر دولس کلنۍ وروسته په بشپړ ډول له لید بېبرخې شو.
نوموړی څرګندوي چې له پلاره ورته هېڅ ځمکه او شتمني په میراث نه ده پاتې شوې. سخيداد آمو ته وویل چې خلک په راکړه ورکړه کې ورسره ریښتیني دي او هېڅوک یې حق نه خوري.
سخيداد زیاته کړه: «که دا شل افغانۍ وي، لس یا پنځوس، زما پیسې هېڅوک نه خوري؛ اویا کاله کېږي زه دلته یم، عمر مې پنځه اتیا کلنۍ ته رسېدلی او د ظاهرخان له وخته دلته یم.»
دغه سپین ږیری ټینګار کوي چې د خپل غیرت له امله چا ته لاس نه اوږدوي او زیاتوي: «زه معلول یم خو د خپل غیرت له مخې دلته راغلی یم، نشم کولای له چا دوه روپۍ وغواړم، ومې ویل یا مرګ یا کار. ما مخکې د لرګي غرفه لرله، کله چې ملاصاحبان راغلل زما غرفه اوسپنیزه شوه.»
د ده په وینا، د روغتیايي درملنې لپاره یې ډېرو شفاخانو او ډاکټرانو ته مراجعه کړې وه خو نتیجه یې ورنه کړه او اوسنۍ غرفه هم ځايي خلکو د ده د روزۍ پیدا کولو لپاره ورته جوړه کړې ده.
سرچینه: آمو
🌐