توري، چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده، په ۱۳۸۹ کال کې په جلال‌اباد ښار کې پر کابل‌بانک د طالبانو په ځانمرګي برید کې د خپل خاوند له وژل کېدو وروسته د خپلو څلورو ماشومانو پالنه په یوازې ځان کوي. نوموړې اوس د کليوالو لپاره په تنور کې ډوډۍ پخوي او د کور لګښتونه برابروي.

د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، د توري مېړه ۱۵ کاله وړاندې په جلال‌اباد کې د کابل‌بانک پر څانګه د وسله‌والو په ډله‌ييز برید کې ووژل شو. په هغه برید کې ۴۰ کسان ووژل شول او ۷۱ نور ټپیان شول، چې د وژل شویو په ډله کې ۱۷ ولسي وګړي او ۲۱ امنیتي ځواکونه شامل وو او طالبانو یې مسؤلیت مانه.

د کورنۍ د سرپرست له لاسه ورکولو وروسته، توري له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ شوه، خو هغې د کليوالو د ډوډۍ پخولو له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند څرخ روان وساته. ځینې کورنۍ هغې ته نغدې پیسې ورکوي او نورې بیا د تنور لپاره سون‌توکي او لرګي برابروي.

توري وايي چې د کلي د خلکو دوامدارې مرستې او خواخوږۍ د هغې ژوند اسانه کړی دی. د کلي اوسېدونکي له دوی سره خواړه شریکوي، ماشومانو ته یې کالي رانیسي او د هغوی د ستونزو حل ته پاملرنه کوي.

دې یوې داسې شپې ته اشاره وکړه چې یو زوی یې ناڅاپه سخت ناروغ شو؛ کلیوالو سمدستي ماشوم په شخصي موټر کې شفاخانې ته ورساوه او نورو همسایګانو تر سهاره د هغې د درېیو نورو ماشومانو څارنه وکړه.

د ننګرهار په سختو ګرمو ورځو کې د تنور تر څنګ کار کول ډېر ځورونکی دی او د تودوخې له امله د هغې بدن تڼاکې کېږي، خو دا مجبوره ده چې د خپلو بچیانو د مړولو لپاره هره ورځ دغه دروند کار روان وساتي.

پر کابل‌بانک هغه خونړي برید د لسګونو کورنیو برخلیک بدل کړ او کلونه وروسته لا هم د پېښې کونډې او یتیمان د دغه جنګ له رواني او مالي پایلو سره لاس او ګرېوان دي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author