په روزګان ولایت کې یو شمېر ځوانان وايي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دغو ځوانانو مخکې د توکو په لېږدولو سره خپله ورځنۍ روزي پیدا کوله.

دوی د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې اوس د سرحدي لارو په تړل کېدو سره په بشپړه توګه بېکاره شوي دي. د دغو ځوانانو په وینا په افغانستان کې دننه ورته د کار هېڅ زمینه برابره نه ده او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په دغه ولایت کې کارګرې ښځې هم د کاري فرصتونو د کمښت له امله شکایت کوي. روزګان یو له هغو سویلي ولایتونو څخه دی چې د خلکو اقتصاد یې تر ډېره پر سرحدي سوداګرۍ او ګاونډیو هېوادونو ته پر سفرونو ولاړ دی.

#افغانستان #روزګان #بېکاري

🌐

Author