ټاکل شوې چې یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۴مه، د استرالیا پارلمان مخې ته د خپلو هنري اثارو په ښودلو سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند ننګونې نندارې ته وړاندې کړي. دا اثار د افغان ښځو ستونزې او هیلې انځوروي.

د استرالیا د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه، په یوې خبرپاڼه کې وویل چې دا نندارتون د «زموږ له نظره: د افغان ښځو او نجونو هنر» تر سرلیک لاندې په کانبرا کې جوړېږي. دغه پروګرام د یو شمېر کډوالو ملاتړو بنسټونو په همکارۍ رامنځته شوی دی.

دا اثار د هغو مېرمنو او نجونو له خوا جوړ شوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د زده‌کړې، کار او ټولنیز ژوند له سختو بندیزونو سره مخ دي. سمبالوونکي وايي چې دا نندارتون افغان مېرمنو ته د هنر له لارې د خپل غږ پورته کولو زمینه برابروي.

په استرالیا کې د بخښنې نړیوال سازمان مسوول ذکي حیدري وویل، دا پروګرام د استرالیا د خلکو او سیاستوالو لپاره یو ښه چانس دی چې د افغان مېرمنو له اصلي وضعیته خبر شي. هغه زیاته کړه چې د بنسټیزو حقونو له اخیستلو سره سره د دوی هیلې نه دي ختمې شوې.

ښاغلي حیدري د استرالیا له حکومته وغوښتل چې د ښځو د حقونو د سرغړونو په وړاندې د طالبانو حکومت حساب ورکوونکی کړي، او ویې ویل چې دغه اقدامات ښايي د جنسیتي ځورونې په مانا وي.

دا نندارتون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري او له کانبرا وروسته به د لیندۍ له ۶ تر ۱۹ پورې په سیډني او د لیندۍ له ۸ تر ۱۳ پورې په ملبورن کې هم نندارې ته کېښودل شي.

سرچینه: د استرالیا د بخښنې نړیوال سازمان

🌐

Author