د هاګ د نړیوالې جنایي محکمې دویمې لومړنۍ څانګې د افغانستان د څېړنو پخوانۍ دوسیې د تړلو پرېکړه وکړه او ویې ویل چې د طالبانو د کړنو په اړه پلټنې به په یوه جلا دوسیه کې دوام ومومي.
د دغې پرېکړې پر بنسټ چې د پنجشنبې په ورځ د لړم پر ۲۱مه اعلان شوه، د امریکایي ځواکونو او داعش خراسان ډلې د ادعا شویو جرمونو په اړه پلټنې هم چې په دې پخوانۍ دوسیه کې وې، درول شوې دي.
د نړیوالې جنایي محکمې قاضیانو ویلي چې څارنوالۍ نه ده ثابته کړې چې په دې پخوانۍ دوسیه کې نورې پلټنې او عدلي تعقیب په اغېزمنه توګه پر مخ وړلی شي.
قاضیانو په خپله پرېکړه کې لیکلي: «څانګه په دې باور ده چې څارنوالۍ دا نه ده ښودلې چې کولی شي د افغانستان د وضعیت په چوکاټ کې نورې څېړنې یا قضایي تعقیب په اغېزمن ډول ترسره کړي.» هغوی همداراز شواهدو ته د لاسرسي په برخه کې جدي ستونزو ته اشاره کړې ده.
دا پخوانۍ دوسیه خورا پراخه وه او له ۲۰۰۳ زېږدیز کال وروسته د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو، طالبانو، امریکایي عسکرو او د سي آی اې د مامورینو ادعا شوي جرمونه پکې شامل وو. پر امریکایي ځواکونو تمرکز له ۲۰۲۱ کال راهیسې غیرفعال و او د داعش اړوند پلټنې هم اوس وتړل شوې، خو څارنوالي کولی شي په راتلونکي کې د داعش په تړاو نوې غوښتنه وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو په اړه پلټنې د «افغانستان وضعیت ۲» تر عنوان لاندې په جلا دوسیه کې روانې دي.
دا روانې څېړنې پر دوو اساسي موضوعاتو راڅرخي: د ښځو او نجونو پر وړاندې ادعا شوي جرمونه او همدارنګه د سیاسي، قومي او مذهبي نظریاتو پر بنسټ د کسانو ځورول.
د طالبانو د مشر هبتالله آخوندزاده، قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم د نیولو څلور صادر شوي حکمونه په دې جلا دوسیه کې پر خپل ځای پاتې دي.
د محکمې څارنوالۍ دفتر رویټرز او اسوشیټډ پرېس خبري اژانسونو ته تایید کړې چې د قاضیانو د دغې پرېکړې پر ضد یې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
سرچینه: رویټرز او اسوشیټډ پرېس
🌐