د بنګله‌دېش لیرې شوې لومړۍ وزیره شیخ حسینه پلان لري چې په هند کې له نږدې دوه کاله پاتې کېدو وروسته د ډسمبر پر ۱۶مه نېټه بېرته خپل هېواد ته ستنه شي. دا ورځ د بنګله‌دېش د ازادۍ د جګړې له پای ته رسېدو سره برابره ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د شیخ حسینې ویاند سید معظم علي ویلي چې هغې د بنګله‌دېش له اوسني حکومت غوښتي چې له نوي ډیلي څخه ډاکې ته د هېواد د ملي هوايي شرکت له لارې د هغې د ستنېدو زمینه برابره کړي.

دا لومړی ځل دی چې نوموړې خپل هېواد ته د بېرته تګ لپاره مشخصه نېټه اعلانوي. د هغې د ستنېدو خبره داسې مهال کېږي چې په بنګله‌دېش کې د هغې پر ګوند عوامي لیګ بندیز لګېدلی دی.

خو د بنګله‌دېش حکومت اعلان کړی چې شیخ حسینه یوازې له هند څخه د سپارلو د رسمي بهیر له لارې هېواد ته راتلای شي. چارواکو رویټرز ته ویلي چې هغه به د ورستنېدو پر مهال ونیول شي او زندان ته به واچول شي.

په بهرنیو چارو کې د بنګله‌دېش د دولت وزیر همایون کبیر رویټرز ته وویل چې حسینه یوه محکومه شوې مجرمه ده. هغه همداراز د هغې لپاره د ځانګړې الوتکې چمتو کولو غوښتنه په کلکه رد کړه.

شیخ حسینه د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې د محصلینو له پراخو لاریونونو وروسته له هېواده وتښتېده او هند ته ولاړه. تر دې وروسته په یوه غیابي محاکمه کې د لاریونوالو د وژلو د امر ورکولو په تور پر اعدام محکومه شوه.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په هغو لاریونونو کې چې د هغې د حکومت د پرځېدو لامل شول، ښايي تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وي، خو هغې دا تورونه رد کړي دي.

سرچینه: رویټرز

🌐

Author