مقدس محبي چې یوه افغانه زده کوونکې ده د امریکا په تکزاس ایالت کې د هارموني عامه ښوونځیو د انځوریزو هنرونو په سیالیو کې تر ټولو لوړ مقام وګاټه. نوموړې د هارموني ښوونځیو په کچه د هنر د سترې اتلې په توګه وپېژندل شوه.
دا ستره بریا په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې په افغانستان کې زرګونه نجونې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې له زده کړو او خپلو استعدادونو له روزلو څخه بې برخې دي. د دې افغان زده کوونکې هنري اثر د شپیته ښوونځیو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ.
مقدس محبي پر هنري بریاوو سربېره په تعلیمي برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري. نوموړې د خپلو عالي نمرو او په ساینس او ټیکنالوژۍ کې د غوره وړتیاوو له امله ډېرې تعلیمي جایزې هم ترلاسه کړې دي.
#افغان\_زده\_کوونکی #تکزاس #هنری\_اتله
🌐