د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان سرپرست استازی نصیر احمد فایق د دې بنسټ د یو اتیایمې غونډې د مرستیال په توګه وټاکه. دا مهمه پریکړه د دې سازمان په مرکزي دفتر کې د وروستۍ رای اچونې پر مهال وشوه.

ښاغلي فایق پر دې ټاکنې د خوښۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې افغانستان هیله لري د نورو غړو هیوادونو سره په همکارۍ اغیزمن رول ولوبوي. هغه دا فرصت د عمومي اسمبلۍ د مهمو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره خورا ارزښتناک وباله.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رییس د مهمو نړیوالو مسایلو په اړه د بحثونو لارښوونه کوي. د کار نوې دوره به د روان زیږدیز کال په سپتمبر میاشت کې د دې اسمبلۍ د یو اتیایمې غونډې په پیل سره رسما پیل شي.

#ملګري\_ملتونه #افغانستان #سیاست

🌐

Author