د امریکا د استازو جرګې غړي سم لیکاردو ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د نه شړلو لپاره د دواړو ګوندونو ګډې هڅې روانې دي.
د سم لیکاردو د ایکس پاڼې د معلوماتو له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې امریکا باید هغه افغانان بېملاتړه پرېنږدي چې له دغه هېواد سره یې کار او همکاري کړې ده.
هغه د دوشنبې په ورځ لیکلي، تر دې دمه د درېوو جمهوريپالو په ګډون د استازو جرګې ۱۴۴ غړو د «افغانانو د موقت خوندیتوب قانون» طرحې د رایې اچونې غوښتنلیک لاسلیک کړی دی.
د دې طرحې پر بنسټ، په امریکا کې مېشت پر شرایطو برابر افغانان د موقت خوندیتوب حیثیت ترلاسه کوي او د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې به له شړلو خوندي وي او د کار اجازه به ولري.
د رایې اچونې لپاره د دې طرحې بشپړېدو په موخه لږترلږه ۲۱۸ لاسلیکونو ته اړتیا ده، چې له مخې یې دا بهیر لا هم ۷۴ نورو لاسلیکونو ته اړتیا لري.
دا طرحه د استازو جرګې ډیموکرات غړي جیسن کرو له لوري وړاندې شوې او که تصویب شي، په امریکا کې به د مېشتو افغانانو قانوني خوندیتوب ډاډمن کړي.
سرچینه: د سم لیکاردو ایکس پاڼه
🌐