د کاناډا د بخښنې نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د طالبانو د ځوابویونکي کولو لپاره اقدام وکړي.
دغه سازمان ویلي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو په یوه زیاتېدونکي بحران کې ډوب شوی دی.
د کاناډا د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوونکي له هر ډول مجازاتو او محاکمې پرته پاتې دي او عدالت نه پلی کېږي.
یاد بنسټ د «چوپتیا ماته کړئ؛ په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدئ» نړیوال کمپاین په ترڅ کې د طالبانو لخوا اووه مهمې سرغړونې په ګوته کړې دي.
په دغو مواردو کې په عام محضر کې د خلکو دورې وهل او جسمي سزاوې، د ښځو او نجونو سیستماتیک محرومیت، بشري او اقتصادي بحران او عدالت ته د لاسرسي کمزوري شامل دي.
بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه خپلسري نیونې، شکنجه، د مدني ټولنې او رسنیو ځپل او د سوله ییزو مظاهرو محدودول هغه لاملونه بللي چې نړیوال اقدام ته اړتیا لري.
سرچینه: د کاناډا د بخښنې نړیوال سازمان
🌐