د مقاومت ملي جبهې ادعا کړې چې په کندز ولایت کې یې پر طالبانو برید کړی دی. د دوی په وینا، په دې پېښه کې چې دوه ورځې وړاندې شوې، درې طالب وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغې جبهې ویلي چې برید د کندز ښار د شپږمې حوزه قراول ته څېرمه شوی او په پایله کې یې د طالبانو دوه پوځي موټر ویجاړ شوي دي.
بل لور ته د ازادۍ جبهې هم په سروبي ولسوالۍ کې د ورته بریدونو خبر ورکړی دی. دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې په هېواد کې لا هم امنیتي ننګونې پر خپل ځای پاتې دي.