مصر، قطر او ترکیې په یو ګډ پیغام کې د لبنان حزب الله ډلې ته خبرداری ورکړی چې باید بې وسلې شي او خپل پوځي تجهیزات د لبنان حکومت ته وسپاري.
دغو درېیو هیوادونو چې په لبنان کې د منځګړیتوب رول لوبوي، د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده.
په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې که حزب الله وسلو ته دوام ورکړي، نو له اسرائیل سره د یوې لویې جګړې خطر زیاتیږي.
دوی باور لري چې دا کار د لبنان په ټولنه کې اختلافات ژوروي او د سیمې امنیت ګواښي.
دیپلوماتیکې سرچینې وایي چې دا خبرداری د یوې لویې جګړې د مخنیوي لپاره د سیمې د قدرتونو نوې هڅه ده.
اوسمهال په لبنان کې پر وسله والو ډلو فشارونه ډیر شوي ترڅو د حکومت په چوکاټ کې ورګډ شي.