د ونزویلا د اپوزیسیون اصلي مشرې ماریا کورینا ماچادو ویلي چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستنه شي.

هغې له فاکس نیوز سره په مرکه کې د نیکولاس مادورو د واکمنۍ په پای ته رسولو کې د ډونالډ ټرمپ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د هغې غورځنګ بریا ته چمتو دی.


ماچادو چې د اکتوبر په میاشت کې د نوبل د سولې جایزې د ترلاسه کولو لپاره په پټه له هېواده وتلې وه، خپله جایزه یې ټرمپ ته ډالۍ کړه.

هغې ټینګار وکړ چې هېواد ته د هغې بېرته راتګ یو جدي پلان دی او خلک د بدلون په تمه دي.


دغې ۵۸ کلنې سیاستوالې په ډاډ سره وویل چې په رڼو او ازادو ټاکنو کې به د هغې ډله تر ۹۰ سلنه ډېرې رایې وګټي. هغې زیاته کړه چې په ونزویلا کې باید سیاسي بدلون روان وساتل شي ترڅو ولسواکي حاکمه شي.

ونزویلا #ماریاکوریناماچادو #ډونالډټرمپ #نیکولاسمادورو #امریکا #ټاکنې #ولسواکي #سیاست #نړیوال_خبرونه

Author