آګاهو سرچینو په ډاګه کړې چې پنځه افغان وګړي د تخار د پخواني امنیه قومندان، جنرال اکرام الدین سریع د ترور په تور په ایران کې نیول شوي دي.
د تهران پولیسو لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغو کسانو مستقیم د طالبانو له استخباراتو امر اخیستی و چې دا مخالف جنرال ووژني.
جنرال سریع چې د طالبانو له مشهورو مخالفینو څخه و، په دې وروستیو کې په تهران کې ترور شو.
نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د دې پلان د پلي کولو لپاره تنظیم شوي وو. ټاکل شوې چې د دغو کسانو دقیق هویت ژر د ایراني چارواکو لخوا اعلان شي.
دې پیښې د کډوالو او سیاسي فعالانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. له پولې بهر د مخالفینو ترور، په ګاونډیو هیوادونو کې د طالبانو د مخالفینو د امنیت په اړه اندیښنې خورا زیاتې کړي دي.