د هند د ټیکنالوژۍ وزارت د ایکس (پخواني ټویټر) شبکې ته یو سخت خبرداری لیږلی دی.

دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې د گروک مصنوعي ځیرکتیا په واسطه د ښځو د نامناسبو انځورونو د جوړولو راپورونه خپاره شول.


په دغه رسمي مکتوب کې ویل شوي چې د ایکس په سیسټم کې نیمګړتیاوې شتون لري چې د ښځو وقار او خوندیتوب ته زیان رسوي.

حکومت اندیښنه ښودلې چې جعلي اکاونټونه د ښځو پر ضد ناوړه ګټه پورته کوي.


هندي چارواکو ویلي که چیرې د دې کار مخه ونیول نشي، نو د ایکس شبکه به د قانوني چلند سره مخ شي.

دوی له ټولو ټولنیزو شبکو غوښتي چې د غیر اخلاقي مینځپانګو د خپریدو مخه ونیسي.

هند #ایکس #ټویټر #مصنوعيځیرکتیا #دښځو_حقونه #ټیکنالوژي #انټرنیټ #خبرونه

Author