د هالیوډ مشهور ستوری، ویل سمیټ د یو نوي قانوني جنجال سره مخ شوی دی. د هغه د ۲۰۲۵ کال د کنسرتونو په ډله کې یو ویولن غږونکي، براین کینګ جوزف، په هغه د جنسي ځورونې او له دندې د ګوښه کولو شکایت کړی دی.


په محکمه کې د ثبت شویو اسنادو له مخې، براین ادعا کوي چې ویل سمیټ ورته داسې خبرې کړي چې شخصي اړیکو ته اشاره کوي.

همدارنګه، هغه وايي چې په لاس ویګاس کې د هغه د هوټل خونې ته په غیر قانونی توګه ننوتل شوي دي.


دا شکایت په داسې حال کې کیږي چې ویل سمیټ په خپل نوي البوم او سفرونو بوخت و.

دغه خبر په هنری نړۍ کې ډیر غوغا جوړه کړې او خلک د محکمې پریکړې ته انتظار باسي.

ویل_سمیټ #هالیوډ #سینما #هنرمندان #محکمه #خبرونه #موسیقي #جنجال

Author