د هندي سریالونو مشهورې اداکارې، دراشتي دامي د نوي کال په مناسبت د لومړي ځل لپاره د خپلې لور عکسونه خپاره کړل.
هغې او خاوند یې نیراج کهمکا خپله لور “لیلا” نومولې ده.
دراشتي چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې مور شوې وه، تر اوسه یې د خپل ماشوم مخ پټ ساتلی و.
هغې په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: “سلام نړۍ! د لیلا کهمکا سره وپیژنئ.”
د هغې مینه والو او نورو هنرمندانو په دې پوسټ ډیرې تبصرې کړي او ماشوم ته یې دعاګانې کړې دي. مشهورو ستورو لکه شبیر اهلوالیا هم د زړه ایموجي ګانې ورته لیږلي دي.