د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې امریکا له ۶۶ نړیوالو سازمانونو څخه وځي . سپینې ماڼۍ ویلي چې دغه سازمانونه نور د امریکا ګټې نه تامینوي .
په دې پریکړه کې ۳۵ خپلواک سازمانونه او ۳۱ د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ادارې شاملې دي. دا اقدام د ټرمپ د «لومړی امریکا» سیاست برخه ده چې نړیوال بنسټونه بې ګټې بولي .
له دغو ادارو څخه د امریکا وتل به پر نړیوالو همکاریو او د یادو سازمانونو پر بودیجه ژور اغیز وکړي. منتقدین وايي چې دا کار به په نړۍ کې د امریکا انزوا نوره هم زیاته کړي .