د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په میدان وردګ او بدخشان ولایتونو کې یې څلور کسان د نامشروع اړیکو په تور په دُرو وهلي دي .

په دغو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده چې په میدان وردګ کې مجازات شوې ده .


محکمې ویلي چې تورن کسان پر دُرو سربیره له شپږو میاشتو تر دریو کلونو په بند هم محکوم شوي دي. په تیرو لسو میاشتو کې طالبانو سلګونه کسان په صحرايي محکمو کې په دُرو وهلي دي .
د بشري حقونو سازمانونه دغه ډول سزاوې د انساني کرامت خلاف بولي او پر طالبانو یې نیوکې کړي دي. خو طالبان وايي چې دوی شرعي حدود پلي کوي .

بشريحقونه #سزا #طالبان #محکمه #میدانوردګ #بدخشان #عدالت #قانون