د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي چې د یمن د سویل د انتقالي شورا مشر عیدروس الزبیدي له یمن څخه تښتیدلی دی
. هغه لومړی په کښتۍ او بیا د الوتکې له لارې ابوظبۍ ته رسیدلی دی .
الزبیدي چې د متحده عربي اماراتو ملاتړ ورسره دی، په ریاض کې په جوړه شوې ناسته کې ګډون نه و کړی.
د هغه تیښته د یمن په جګړه کې د سعودي او اماراتو ترمنځ د اختلافاتو نښه ده .
دا پیښه د یمن جګړه نوره هم پیچلې کولی شي. د سویل بیلتون غوښتونکي د یمن د تجزیې غوښتنه کوي، هغه څه چې سعودي عربستان یې مخالف دی .