د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند په بدخشان او تخار کې د خلکو د لاریونونو ځپل په کلکه وغندل .

دغه ګوند ویلي چې طالبان د کانونو په غیر مسوولانه استخراج سره د هېواد طبیعي شتمنۍ لوټي .


په اعلامیه کې ویل شوي چې د خپلو سرچینو ساتنه د خلکو حق دی، خو طالبانو په زور او تشدد ځواب ورکړی دی.

جمعیت اسلامي وايي چې د طالبانو ظلم اوس تر چاپیریال پورې رسیدلی دی .


په بدخشان کې وروستیو لاریونونو چې د سرو زرو د کانونو د استخراج پر ضد وو، مرګ ژوبله درلوده. خلک شکایت کوي چې د کانونو عواید شخصي جیبونو ته ځي .

جمعیت_اسلامي #طالبان #بدخشان #تخار #چاپیریال #کانونه #لاریونونه #افغانستان

Author