د مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې ځواکونو یې د کندز ښار په مرکزي برخه کې پر طالبانو یو هدفمند برید ترسره کړی دی.

د دوی په وینا، دا پېښه تېر ماښام د حاجي نازکمیر سرای ته څېرمه شوې ده.


په اعلامیه کې راغلي چې په دې برید کې د طالبانو د ګزمې پر موټرو ډزې شوي، چې په پایله کې یې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې دوه پوځي موټر هم په دې برید کې ویجاړ شوي دي.


که څه هم سیمه ییزو سرچینو په کندز کې د ډزو غږونه تایید کړي، خو د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه د کندز ښار د لومړۍ امنیتي حوزه په مربوطاتو کې شوې ده.

مقاومتجبهه #کندز #طالبان #امنیت #نښته #افغانستان #خبرونه #شمال #مرګژوبله #پوځي_موټر

Author