دیني څېړونکي مهران موحد د فارسي ژبې دفاع د سیستماتیک حذف په وړاندې یو ډول “جهاد” بللی دی.
هغه وایي چې فارسي ادبیات د اسلام تر ټولو انساني او هنرمندانه تعبیرونه وړاندې کوي.
موحد دا څرګندونې د پوهنتونونو او ادارو له لوحو څخه د طالبانو لخوا د فارسي ژبې د لرې کولو په غبرګون کې کړي.
هغه ټینګار وکړ چې دا ژبه له اسلام سره ژوره تاریخي اړیکه لري.
تر دې مخکې کلتوري فعالانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د فارسي ژبې د حذفولو په اړه څېړنه وکړي.
دوی خبرداری ورکړی چې د طالبانو ژبني سیاستونه د میلیونونو افغانانو کلتوري حقوق تر پښو لاندې کوي.