د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په بلخ ولایت کې یې دوه تنه د شرابو د قاچاق په تور د خلکو په مخکې په دُرو وهلي دي.
پر هر یوه تورن کس ۳۹ دُرې د محکمې له حکم وروسته پلي شوې دي.
رسمي شمېرې ښيي چې د نوي میلادي کال له پیل سره، طالبانو بدني سزاګانې ډېرې کړې دي. یوازې په یوه اونۍ کې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۳۷ تنه د بېلابېلو تورونو له کبله په دُرو وهل شوي، چې د تېر په پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د بشري حقونو فعالان وايي چې طالبان په دې کار سره غواړي په ټولنه کې وېره خپره کړي. عام خلک هم د دغو سزاګانو پر ډېرېدو او د تاوتریخوالي پر عادي کېدو اندېښنه څرګندوي.