د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې سخته بېوزلي د دې لامل شوې چې میندې نشي کولی خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو ته خواړه ورکړي.

ګلالۍ، چې شپږ ورځې مخکې یې ماشوم زېږېدلی، وايي په کور کې یې نه ډوډۍ شته او نه هم د ماشوم لپاره دوا.


دغه مور په ژړغوني غږ وايي چې له میاشتو راهیسې یې ماشومان وږي او تږي دي او په کور کې یې د ډوډۍ پخولو لپاره اوړه هم نشته.

د هغې خاوند هم له بېکارۍ سر ټکوي او وايي چې د یو کیلو کچالو د اخیستلو وس نه لري.


په نوزاد کې قومي مشران وضعیت د اندېښنې وړ بولي او د څښاک د اوبو او سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

د ژمي په رارسېدو سره، په دې سیمه کې د سون او خوراکي توکو نشتوالي د یو ناورین ویره نوره هم زیاته کړې ده.

هلمند #بېوزلي #طالبان #ماشومان #بېکاري #افغانستان #لوږه #بشريمرستې #نوزادولسوالۍ #ژمی

Author