په کاناډا کې د تاجیکانو او فارسی وانانو ټولنې د افغانستان په شمال او مرکز کې د کانونو د «چور او تخریب» په اړه خبرداری ورکړی.
دغه ټولنه وايي چې د سرو زرو استخراج د سیماب او سیانید په څېر زهرجنو موادو سره کېږي چې د آمو او کوکچې اوبه یې ککړې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دا ککړتیا د راتلونکو نسلونو لپاره د سرطان او نورو ناروغیو خطرونه پېښوي.
همدارنګه د ډبرو سکرو او نفتو بې رویه استخراج د ملي شتمنیو د لوټلو په توګه یاد شوی چې د سیمې خلکو ته هېڅ ګټه نه رسوي.
دغې ټولنې له نړیوالو ادارو غوښتي چې دې چاپیریالي ناورین ته پام وکړي. په ورته وخت کې، د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د کانونو د استخراج پر ضد د خلکو لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.