د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه ټیټه شوې ده. د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه له ۲.۴ میلیارد ډالرو څخه ۱.۷ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې ده.
د وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دې کموالي اصلي لامل د سیاسي او امنیتي ناندریو له امله د سوداګریزو لارو بندېدل بللي دي. د افغانستان صادرات هم له ۸۱۷ میلیون ډالرو څخه ۵۰۵ میلیون ډالرو ته راکم شوي دي.
د سوداګرۍ دا لوی کموالی د دواړو هېوادونو پر اقتصاد بد اغېز کړی دی. افغان سوداګرو په وار وار د ترانزیتي ستونزو او لارو د بندېدو له امله شکایتونه کړي، خو ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.