یوه نوې څېړنه ښيي چې لږ خوب د انسان پر عمر مستقیم اغېز لري. څېړونکو موندلې هغو کسان چې د شپې له خوا له اوو ساعتونو کم خوب کوي، د وختي مړینې له ګواښ سره مخ دي او عمر یې لنډېږي .
د اورګان د روغتیایی علومو پوهنتون دا څېړنه ښيي چې د خوب ارزښت حتی له خوراکي رژیم او ورزش څخه هم زیات دی. د موندنو له مخې، بې خوبي تر سګرټ څکولو وروسته د ژوند د لنډېدو دویم لوی لامل ګڼل کېږي .
پوره خوب د زړه روغتیا، معافیتي سیسټم او د ماغزو فعالیت لپاره ډېر اړین دی. کارپوهان سپارښتنه کوي چې خوب ته د سالم خواړه په څېر لومړیتوب ورکړئ، ځکه کموالی یې د روغتیا لپاره جدي او اوږدمهاله زیانونه لري .

روغتیا #خوب #تغذیه #عمر #څېړنه #طب #سالم_ژوند #ډاکټر #استراحت #تندرستي

Author