یوې هندۍ ډاکټرې په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یو مهم روغتیایی نښې په اړه خلک خبر کړي دي.

ډاکټره سونیتا سایاماګارو وايي، د غاړې شا ته تور او مخملي داغونه چې په ډېرو ځوانانو کې لیدل کېږي، خیرې یا د لمر سوځېدنه نه ده، بلکې دا د انسولین پر وړاندې د مقاومت او د شکرې ناروغۍ نښه ده .


دا پوستکی حالت چې «اکانتوزیس نیګریکانس» ورته ویل کېږي، ډېری وخت له پامه غورځول کېږي یا خلک هڅه کوي په ډېر مینځلو یې پاک کړي.

خو ډاکټران وايي دا د بدن یو داخلي خبرداری دی چې ښيي سړی ممکن په نږدې راتلونکي کې په دویم ډول شکرې ناروغۍ اخته شي .


د دې ستونزې د حل لپاره د متخصصینو مشوره د ژوند په طریقه کې بدلون دی. وزن کمول، منظم ورزش، پوره خوب او له ناسالمو خوړو ډډه کول کولای شي له دې حالت سره مرسته وکړي. که داسې داغونه لرئ، د پوستکي د سولولو پر ځای غوره ده چې خپله وینه معاینه کړئ .

روغتیا #شکر #پوستکی #ډاکټر #روغتیاییخبرداری #سالمخواړه #انسولین #شکرېناروغۍ #ځوانان #سالمژوند #تشخیص

Author