د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې غواړي د ایلان ماسک مصنوعي ځیرکتیا چټ باټ، چې «ګروک» (Grok) نومېږي، په خپلو شبکو کې شامل کړي.

د دفاع وزیر پیټ هیګسټ په سپیس اکس کې د وینا پر مهال وویل چې دا ګام په پوځي عملیاتو کې د پرمختللې ټکنالوژۍ د کارولو یوه برخه ده .


دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې «ګروک» په دې وروستیو کې د جعلي انځورونو د جوړولو له امله له نړیوالو نیوکو سره مخ شوی دی. خو پنټاګون ټینګار کړی چې پوځي مصنوعي ځیرکتیا باید ایډیولوژیکي محدودیتونه ونه لري او ژمنه یې کړې چې سیسټمونه به یې «ووک» (Woke) نه وي .


ټاکل شوې چې دا سیسټم د دې میاشتې تر پایه په دفاع وزارت کې فعال شي.

د امریکا دفاع وزیر ژمنه کړې چې د پوځي معلوماتي ټکنالوژۍ له سیسټمونو څخه ټول اړوند معلومات به د مصنوعي ځیرکتیا لپاره چمتو کړي ترڅو په پوځ کې نوښت په چټکۍ سره پرمخ لاړ شي .

مصنوعيځیرکتیا #ایلانماسک #پنټاګون #ټکنالوژي #ګروک #پوځي #امریکا #سایبريامنیت #نوښت #ډیجیټل #تخنیکيخبرونه

Author