په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف د خوارځواکۍ پر وضعیت ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې کورنۍ د ډوډۍ پیدا کولو لپاره د خپلو لورګانو په کم عمر کې وادولو ته اړ شوي دي.

هغه خبرداری ورکړ چې د لوږې بحران پر ښځو او نجونو ویجاړونکي اغیزې کړي چې نړیوالې ټولنې له پامه غورځولي دي.


د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي او نږدې څلور میلیونه ماشومان بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

د نړیوالو مرستو او د امریکا د بودیجې سخت کمښت بشري خدماتو ته لاسرسی ډیر محدود کړی دی.


ایلیف اوسنی وضعیت «ټکان ورکوونکی» وباله او ویې ویل چې روغتیایی کلینیکونه د تړل کیدو په حال کې دي.

هغه ټینګار وکړ که د خوارځواکۍ اخته ماشومان درملنه نشي، خپل ژوند به له لاسه ورکړي او ډیر ماشومان به د ښوونځي پر ځای د اجباری کار بازار ته لاړ شي .

افغانستان #لوږه #خوارځواکي #ملګريملتونه #دښځوحقونه #ماشومان #بشريبحران #فقر #اجباريوادونه #بشريمرستې

Author