د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د فرانسې په پارلمان کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې د خپل هېواد په راتلونکي کې فعال رول ولوبوي. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه او په بهر کې مېشت افغانان باید اجازه ورنه کړي چې د خلکو هیلې له منځه لاړې شي.
ښاغلي بېنټ د ښځو د حقونو وضعیت ته په اشارې سره وویل چې د جنسیتي اپارټایډ د رسمیت پېژندلو لپاره نړیوالې هڅې ډېرې مهمې دي. هغه د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د جوړښتي تبعیض یوه ښکاره بېلګه وبلله چې د نړۍ جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
په دې غونډه کې رحمت الله نبیل هم خبرداری ورکړ چې د کډوالو بې تفاوتی به افغانستان یو ځل بیا څنډې ته کړي. بېنټ په فرانسه کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې خپل نظریات له ده سره شریک کړي ترڅو د ملګرو ملتونو په راتلونکو راپورونو کې ترې ګټه واخیستل شي.
#ریچارډ\_بېنټ #بشري\_حقونه #افغان\_کډوال #ښځو\_حقونه
🌐