د سوریې ولسمشر په یو بې ساري اقدام کې د یو نوي فرمان په صادرولو سره نوروز د ملي جشن په توګه وپیژندلو او دا ورځ یې په رسمي توګه رخصتي اعلان کړه.
احمد شرع ویلي، د دې کار موخه د خلکو ترمنځ د پیوستون پیاوړتیا او په سوریه کې کلتوري تنوع ته درناوی دی .
تر دې مخکې نوروز په سوریه کې یوازې د یوې کلتوري ورځې په توګه پیژندل کیده، خو اوس حکومت ژمنه کړې چې د دې ګډ میراث ساتنه وکړي.
دا پریکړه کولی شي د سوریې په ټولنه کې د لا زیات یووالي لپاره یو روښانه پیغام وي او په دغه هیواد کې یو نوی ټولنیز فصل پرانیزي .
دغه اقدام د خلکو لخوا په پراخه کچه ستایل شوی دی، ځکه نوروز په سیمه کې د نوي ژوند او پسرلي سمبول ګڼل کیږي
. د سوریې حکومت ټینګار کړی چې د ژبني او کلتوري تنوع ساتنه به د ملي یووالي د رامنځته کولو لپاره د دوی د نویو پالیسیو برخه وي .
#سوریه #نوروز #مليجشن #بشارالاسد #کلتوريتنوع #پسرلی #رخصتي #مینځنی_ختیځ