ټولنیزه شبکه ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه اونۍ کې د دویم ځل لپاره له نړیوال ستونزې سره مخ شوه او په هند، امریکا او اروپا کې یې ډېر کاروونکي سرګردانه کړل.

د راپورونو له مخې، دا ستونزه د جنوري په ۱۶مه سهار پیل شوه او ډېری کاروونکو په خپلو موبایلونو کې د تشو مخونو او د اپلیکیشن نه خلاصېدو شکایت وکړ.


ستونزې یوازې په اپلیکیشن پورې محدودې نه وې او د ویبپاڼې نسخه هم د ډېرو لپاره نه خلاصېده. کاروونکو راپور ورکړ چې د دوی ټایم لاین نه نوی کېږي او د پوسټ کولو یا ځواب ورکولو امکان نشته. ان ځینې کاروونکي په ناڅاپي توګه له خپلو اکونټونو ووتل او بېرته ننوتل ورته ګران شول.
تر اوسه د خرابۍ تعقیبونکو پلتفرمونو کې له ۶۵ زرو ډېر شکایتونه ثبت شوي چې د دې ستونزې پراخوالی ښيي. د دې پراخو ستونزو سره سره، ایکس شبکې لا تر اوسه د دې پرې کېدو د لامل یا د حل وخت په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې او کاروونکي لا هم په تمه دي.

ایکس #ټویټر #انټرنیټستونزه #ټیکنالوژي #ټولنیزهشبکه #ایلانماسک #دټیکنالوژۍخبرونه #نړیوالهستونزه

Author