د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکي بیل ګیټس د “بیل او ملینډا ګیټس” خیریه بنسټ د بندولو پروسه پیل کړې ده.

دا پرېکړه له دوو لسیزو بشري فعالیتونو وروسته شوې او ټاکل شوې چې دا بنسټ تر ۲۰۴۵ کال پورې په بشپړه توګه وتړل شي. موخه دا ده چې ټوله پاتې پانګه تر هغه وخته مصرف شي.


د ۲۰۲۶ کال لپاره، دې بنسټ د ۹ میلیارده ډالرو بې سارې بودیجه تصویب کړې چې تر اوسه یې د کلني لګښت تر ټولو لوړه کچه ده.

دا پیسې به د بې وزلۍ پر وړاندې مبارزې، د پوهنې ښه والي او نړیوالې روغتیا باندې ولګول شي. خو د بودیجې له زیاتوالي سره هم مهاله، بنسټ غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړي.


په وروستیو کلونو کې به د بنسټ اصلي تمرکز په افریقا او هند وي، چیرې چې د نري رنځ او ایچ آی وي په څېر ناروغۍ لا هم ننګونې دي. ګیټس همدارنګه د روغتیايي پروژو لپاره په مصنوعي ځیرکتیا ډېره پانګونه کوي ترڅو د بنسټ د دروازو له تړل کېدو مخکې په نړۍ خپله لویه اغېزه پریږدي.

بیلګیټس #ګیټسبنسټ #خیریه #نړیوالهروغتیا #نړیوالخبرونه #امریکا #ټیکنالوژي #بېوزلي

Author