د خصوصي روزنتونونو مسؤلین خبرداری ورکوي چې طالبان په یو نوي اقدام کې، ټول خصوصي یتیم تونونه بندوي او ماشومان دولتي مرکزونو ته لیږدوي. د سرچینو په وینا، طالبانو د دې ادارو شتمنۍ ضبط کړي او غواړي له دې ماشومانو څخه د ایډیولوژیکو او حتی پوځي موخو لپاره کار واخلي .
راپورونه وايي چې طالبانو د دې مرکزونو کاري تړونونه نه دي تمدید کړي او د بندولو شفاهي امر یې کړی دی. هېوادوال اندېښمن دي چې دا بې سرپرسته ماشومان به د طالبانو په دیني مدرسو کې مغزشوي شي او د راتلونکي لپاره به د ځانمرګو بریدګرو په توګه وروزل شي .
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په یو راپور کې ویلي چې طالبان ماشومان د سرتېرو په توګه جذبوي او د جنسي ګټې اخیستنې موارد هم لیدل شوي دي. افغان هنرمند شفیق مرید هم تایید کړه چې د هغه تر ملاتړ لاندې روزنتون تړل شوی او ماشومان نامالومو ځایونو ته وړل شوي دي .