نن دوشنبه د مرغومي ۲۹مه، د کابل په شهر نو سیمه کې یوې زورورې چاودنې د ښار اوسیدونکي وارخطا کړل. لومړني معلومات ښيي چې دا چاودنه د چینایانو میلمستون ته نږدې شوې او سیمه تور لوګي پوښلې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه د پیښې له ځای څخه د خلکو تیښته او په ځمکه پراته ټپیان ښيي. که څه هم د مرګ ژوبلې دقیق شمیر معلوم نه دی، خو ویل کیږي چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پیښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پیښې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي .
#کابل #چاودنه #شهر_نو #افغانستان #چینایان #امنیت #طالبان #پښتو_خبرونه #تازه_خبر #مرګ_ژوبله