په کابل کې د داعش په وروستي ځانمرګي برید کې د وژل شوي یو چینايي وګړي د جنازې لمونځ د طالب چارواکو په شتون کې ترسره شو. دغه چینايي وګړی چې «ایوب» نومیده او مسلمان و، په شهر نو کې پر یوه رستورانت په برید کې وژل شوی و.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وویل چې په دې پیښه کې شپږ افغانان او یو چینايي وګړی وژل شوي دي. خپاره شوي انځورونه ښيي چې د وزیر اکبر خان په جومات کې د جنازې په لمانځه کې طالب غړي هم ولاړ دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې د چینايي وګړو امنیت ټینګ کړي. دا په تیر یو کال کې په پلازمینه کې د داعش لومړنی ځانمرګی برید بلل کیږي.

افغانستان #کابل #چین #داعش #طالبان #امنیت #ځانمرګیبرید #شهرنو #فوري_خبرونه #جنازه

Author