د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد په سالنګ کې د بې سارې واورې په اړه غبرګون ښودلی دی. هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هلته د څلور متره واورې اورېدل یو حیرانوونکی او د خوښۍ ځای دی.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې د افغان ولس دعاګانې د واورې او باران لپاره قبولې شوې دي. د هغه په وینا، دا درنه واوره به د هېواد د اوبو د سرچینو لپاره ډېره ګټوره وي او د وچکالۍ ستونزې به راکمې کړي.
سالنګ چې د هېواد شمال له مرکز سره نښلوي، سږ کال د واورې د ډېر اورښت شاهد دی. که څه هم د موټرو تګ راتګ ورسره ستونزمن شوی، خو خلک دغې طبیعي رحمت ته ډېر هیله من دي.

افغانستان #سالنګ #زلمیخلیلزاد #واوره #پښتوخبرها #کابل #ژمی #شمال #لویه_لار #اوبه

Author