د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي د ناټو ځواکونه د افغانستان په جګړه کې په لومړۍ کرښه کې نه وو، د سختو غبرګونونو لامل شوي دي.

د ناټو غړو هېوادونو دا خبرې له حقیقت څخه لرې او د خپلو سرتېرو قربانیو ته سپکاوی بللی دی.


لویدیځو چارواکو ټینګار کړی چې د ناټو ځواکونو د امریکایي او افغان سرتېرو ترڅنګ په خورا سختو شرایطو کې جګړه کړې ده.

د دوی په وینا، دا ډول ادعاوې د هغو کورنیو لپاره دردونکې دي چې خپل عزیزان یې په دې ماموریت کې له لاسه ورکړي دي.


دا نوي جنجالونه په داسې حال کې راپورته کیږي چې په افغانستان کې د ناټو رول تل یوه مهمه موضوع پاتې شوې ده.

شنونکي وايي چې دا ډول څرګندونې کولی شي د پوځي متحدینو ترمنځ یووالی زیانمن کړي او د جګړې تاریخي روایت تر پوښتنې لاندې راولي.

افغانستان #ناټو #ډونالډټرمپ #دافغانستانجګړه #نړیوالسیاست #امریکا #سیاسيتوتریخوالی #نړیوالخبرها #دجګړېقربانیان #پوځي_ائتلاف

Author