د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان، د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) له مشر جی شاه سره په یوه مهمه ناسته کې وکتل. د دې خبرو اترو چورلټ، په افغانستان کې د کرکټ د ودې او پراختیا لپاره اوږدمهاله پلانونه وو .
ښاغلي خان په ایکس ټولنیزه شبکه کې هیله څرګنده کړه چې روان میلادي کال به د افغانستان د کرکټ لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وي. هغه د ملي لوبډلې لپاره د ډېرو فرصتونو او نړیوالو سیالیو د زیاتوالي غوښتنه وکړه .
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې خورا ښه ځلېدلې ده. مینه وال هیله لري چې د نړیوال ملاتړ په مرسته به د افغانستان د کرکټ ځای ځایګی لا نور هم پیاوړی شي .

کرکټ #افغانستان #نصیبخان #جيشاه #ICC #ورزش #مليلوبډله #کرکټبورډ #دورزشپراختیا #نړیوالې_سیالۍ