د اسرائیل د اقتصاد وزیر، نیر برکات، وروسته له هغه پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی وباله چې شهباز شریف د ډونالډ ټرمپ د “سولې بورډ” غړیتوب ترلاسه کړ. برکات په داووس کې وویل چې پاکستان ته به په غزه کې د سولې ساتو ځواکونو په توګه اجازه ورنکړل شي هغه زیاته کړه چې هر هغه هېواد چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، په غزه کې یې هرکلی نه کیږي.
برکات د ټرمپ د سولې طرحه وستایله، خو ټینګار یې وکړ چې اسرائیل به پر ترکیې، قطر او پاکستان باور ونکړي، ځکه د هغه په وینا دوی د جهادي ډلو ملاتړ کوي. له بلې خوا، د شهباز شریف لخوا د دې منشور لاسلیک کول په پاکستان کې دننه له سختو نیوکو سره مخ شوي دي پاکستان مخالف ګوندونه، لکه تحریک انصاف او جمعیت علمای اسلام، دا پرېکړه په کلکه غندلې ده. مولانا فضل الرحمن دا کار “شرک” او د ټرمپ د خوشحالولو هڅه بللې ده. مخالفین وايي چې دا پرېکړه د پاکستان د خلکو د غوښتنې خلاف شوې ده.

اسرائیل #غزه #شهبازشریف #ډونالډټرمپ #سیمهییزسیاست #داووس #نړیوال_خبرونه