د ولسمشر پخواني مرستیال امرالله صالح د طالبانو لاس ته د مالي مرستو د ورتګ د مخنیوي په برخه کې د امریکایي کانګرس د غړي ټیم بورچټ د هڅو ستاینه وکړه.

صالح دا کار د «ویښ وجدان» نښه وبلله او طالبان یې «د تاریخ ستر غل» یاد کړل.


صالح په خپل پیغام کې خبرداری ورکړ چې طالبان بشري مرستې لوټي او د خپل واک د ټینګولو لپاره ترې کار اخلي.

هغه ادعا وکړه چې دغې ډلې لا هم ۱۱۰ میلیونه ډالره پخوانۍ مرستې له ځان سره ساتلي دي.


هغه له امریکایي قانون جوړونکو وغوښتل چې مالي سرچینو ته د طالبانو د لاسرسي ټولې لارې بندې کړي

. په امریکایي کانګرس کې نوې لایحه غواړي پر هغو مرستو کلک نظارت وکړي چې افغانستان ته لیږل کیږي.

امراللهصالح #امریکا #طالبان #ماليمرستې #کانګرس #فساد #افغانستان #ټیم_بورچټ #سیاست