د پاکستان د علماوو شورا مشر، طاهر اشرفي ادعا کړې چې د هېواد دښمنان یې په افغانستان کې ژوند کوي او د پاکستان د ناامنه کولو لپاره پلانونه جوړوي . نوموړي له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسلام اباد اندېښنو ته جدي پام وکړي او طالبان یې تورن کړل چې د ترهګرو پر ځای د هغوی ملاتړ کوي .
د اشرفي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په بلوچستان کې د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي. راپورونه وایي چې په دې وروستیو کې په یاده سیمه کې چاودنو او نښتو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او پاکستاني چارواکي په دې برخه کې افغانستان ملامتوي .
د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ پر امنیتي مسایلو لفظي شخړې دوام لري. اشرفي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د پاکستان د مخالفینو پر وړاندې هېڅ اغېزناک ګام نه دی پورته شوی، خو کابل تل دا تورونه رد کړي دي .
#افغانستان #پاکستان #طاهر_اشرفي #طالبان #امنیت #بلوچستان #ترهګري #ډیپلوماټیکې_اړیکې #اسلام_آباد #کابل