د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه نوي راپور کې ویلي چې چرس اوس په افغانستان کې تر ټولو ډېر کارېدونکي نشه یي توکي دي او د تریاکو ځای یې نیولی دی . دا راپور چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، په ښارونو کې د نشه راوړونکو درملو او «K» ګولۍ د کارونې د زیاتوالي خبر هم ورکوي .
دغه سازمان د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کارول له بېوزلۍ او بېکارۍ سره مستقیمه اړیکه لري. په راپور کې راغلي چې اقتصادي ستونزې هم په نشه د روږدي کېدو لامل دي او هم دا تړاو لا پسې زیاتوي، چې پر کورنیو مالي فشارونه راوړي .
ملګرو ملتونو د ښځو په منځ کې د اعتیاد وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی، که څه هم د کره شمېرو نشتون بشپړه ارزونه ستونزمنه کړې ده. طالبانو مخکې د معتادینو شمېر پنځه میلیونه اعلان کړی و او په زندانونو کې یې د هغوی د درملنې ادعا کړې وه، خو د معتادینو د وژلو او بد چلند راپورونه هم شته .
#نشه_يي_توکي #ملګري_ملتونه #چرس #اعتیاد #بېوزلي #بېکاري #افغانستان #عامې_روغتیا #ښځې #طالبان