په پکتیا ولایت کې سیمه ییزو سرچینو د یوې تکانوونکې پېښې خبر ورکړی چې پکې یوه سړي خپله مېرمن وژلې او وروسته یې خپل ژوند ته هم د پای ټکی ایښی دی . دا پېښه د یکشنبې په ورځ د ګردېز ښار په «ملک خېلو» سیمه کې شوې او قربانیان د خوست ولایت د زاره کوټ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو .

د سرچینو په وینا، دغه سړی ۳۵ کلن و او د پېښې کره لامل لا نه دی روښانه شوی، خو ګمان کېږي چې کورنی تاوتریخوالی د دې فاجعې اصلي لامل وي . په وروستیو کلونو کې بېوزلي او رواني ستونزې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پر افغانستان د دې ډلې له واکمنېدو وروسته، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او خونړیو کورنیو شخړو د زیاتوالي په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د بشري حقونو د فعالانو اندېښنې یې راپارولي دي .

#پکتیا #ګردېز #کورنی_تاوتریخوالی #وژنه #ځانواژنه #افغانستان #ښځې #بشري_حقونه #پېښې #ټولنیز

Author