په کابل کې سیمه ییزې سرچینې راپور ورکوي چې طالب ځواکونو د خپل تاوتریخوالي په دوام، د ښار په پنځلسمه ناحیه کې دوه ملکي وګړي په ډزو ویشتلي دي . دا پېښه تېره شپه شوې او قربانیان، منصور حاجت مند او جاوید عثماني، د ګولیو د لګېدو له امله ټپیان شوي دي .

د شاهدانو په وینا، منصور په ملا او پښه او جاوید په پښو لګېدلی دی. دغه کسان اوس په روغتون کې بستري دي او روغتیایی وضعیت یې تر څارنې لاندې دی. دوی د دې پېښې د جدي څېړنې او د ډزې کوونکو د مجازات غوښتنه کړې ده .

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل او نورو ولایتونو کې وګړي د طالب ځواکونو له خوا په نښه کېږي. د امنیتي ځواکونو نه ځواب ورکول او د خلکو شکایتونو ته د رسېدو لپاره د خپلواکو بنسټونو نشتوالی، د وګړو د ځاني امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي .

#کابل #طالبان #ډزې #بشري_حقونه #امنیت #ملکي_وګړي #تاوتریخوالی #افغانستان #عدالت #روغتون

Author