د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر او د هبت الله زوم، ندا محمد ندیم په خپلو توندو څرګندونو کې د دې ډلې د «جزایي اصولنامې» منتقدان کافران بللي دي . هغه په پکتیا کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو د مشر ټول قوانین او فرمانونه په بشپړه توګه له اسلامي شریعت سره برابر دي او مخالفت ورسره د دین سره د مخالفت په معنا دی .
دا اصولنامه چې په دې وروستیو کې توشېح شوې، د علماوو، د بشري حقونو د فعالانو او سیاسي څېرو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. منتقدان وایي دا قوانین د طالبانو د سخت دریځه او انحصاري برداشت پر بنسټ جوړ شوي او د اسلام له ډېرو اصلي لارښوونو او بشري حقونو سره په ټکر کې دي .
څارونکي په دې باور دي چې منتقدانو ته د «کافر» ټاپه وهل، د هر ډول مخالف غږ د ځپلو او د دې ډلې محدودو لیدلورو ته د مشروعیت ورکولو هڅه ده. دا ډول چلند نه یوازې د بیان آزادي له منځه وړي، بلکې ټولنه د لا ډېرې وېرې او استبداد لور ته بیايي .
#ندا_محمد_ندیم #طالبان #بشري_حقونه #جزایي_قانون #شریعت #د_بیان_آزادي #افغانستان #تکفیر #سیاست #پکتیا