د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر، علي خامنه ای د احتمالي ګواښونو په غبرګون کې متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی چې هر ډول پوځي برید به له «غوڅ ځواب» سره مخ شي . هغه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشاره ټینګار وکړ چې ایران به د جګړې پیلونکی نه وي، خو د هر ډول فشار یا تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نشي .
د ایران رهبر په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې د ایران ملت د جګړې غوښتونکی نه دی، خو که هېواد ته یې کوم ګواښ پېښ شي، سخت او پښېمانه کوونکی غبرګون به وښيي. د هغه په وینا، هر ډول نښته کولی شي د جګړې لمبې د سیمې په کچه پراخې کړي .
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی او د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي نښتې د احتمال په اړه ګنګوسې ډېرې شوې دي. شنونکي په دې باور دي چې دا خبرې د واشنګټن د احتمالي اقداماتو پر وړاندې د مخنیوي لپاره یو روښانه پیغام دی .
#ایران #امریکا #خامنه ای #جګړه #منځنی_ختیځ #ټرمپ #خبرداری #سیمه #سیاست #پوځي