د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې په منځنۍ آسیا کې امنیتي ګواښونه او د افغانستان حالات د ډله يیز امنیت تړون سازمان لپاره بنسټیز مسائل دي . هغه په مسکو کې د دغه سازمان له سرمنشي سره په لیدنه کې وویل چې له افغانستان څخه راپیدا شوي ګواښونه د دغه تړون د غړو هېوادونو په سر کې ځای لري .
د ډله يیز امنیت تړون سازمان، چې روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه پکې غړیتوب لري، د افغانستان حالات له نږدې څاري. لاوروف ټینګار وکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د سیمې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ډېر حساس شوی دی او باید ورته جدي پاملرنه وشي .